ورزش

په جوزجان کې ورزشي سيالۍ پيل شوې

کابل /د وري ٢٢مه /باختر
په جوزجان کې نن د ٧ ورزشي کلپونوترمنځ ورزشي سيالۍ ترسره شوې.
د باختراژانس د سيمه ييزخبريال د خبرله مخې ؛ دغه سيالۍ د کمال خان بند د پرانيستلو او په ترکيه کې د سولې د کنفرانس په هرکلي د مارشال عبدالرشيد دوستم په ورزشي لوبغالو کې ترسره شوې.
په دې سياليو کې د جوزجان د مرکز او د اقچې ولسوالۍ پنځوسو ورزشکارانو د غړود ښکلا او فتنس په برخو کې سيالى وکړي چې په پايله کې يې پنځه تنه ورزشکاران په بېلابېلو وزنونوکې لومړي مقامونه وګاټه .
د دغوسياليو په ګټوونکو د اتلوالى کپونه ، مډالونه ، ورزشي جامې او خوراکي توکي وويشل شوې.
د غړو د ښکلا او د فتنس د رييس فدراسيون وويل چې د دغوسياليو په بهيرکې غوره ورزشي څېرې د مرکزي زون په سياليو کې د ګډون په خاطر هم ټاکل کېږي.
په دغوسياليو کې برخه والو ورزشکارانو د دولت او د ملي سوداګرو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته