کابل، د غوايی ۵ مه، باختر
د میدان وردګو د ورزش مسولین په دغه ولایت کې د ۱۲ ورزشکارانو ترمنځ د اس ځغلونې او نیزه وهلو د سیالیو د پیل خبر ورکوي.
د میدان وردګو د بدني روزنې او سپورټ آمریت له لوري سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د یاد ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د اس او نیزه وهلو سیالۍ د ایاخان لوبډلې لومړۍ او د مهدي لوبډلې دویم مقام خپل کړ.
د یادونې وړ ده، چې د لوبې په پای کې غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.