سیاست

امريکا، هندوستان او پاکستان په کابل کې تروريستي بريد وغانده

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١
د امريکا متحده ايالات، هندوستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې زموږ له هېواد سره نږدې اړيکې لري او پرونۍ مرګانۍ تروريستي پيښه يې په کلکه وغندله.
په کابل کې د امريکا سفارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه بريد په کلکه وغانده او ويلي يې دي چې امريکا تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده او د افغانستان د سولې له بهير سره ملاتړ ته دوام ورکوي .
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سازمان د سرمنشي د ځانګړى استازي مرستيال هم د دغه عمل په غندلو سره پرونۍ پيښه ليونتوب بللى دى چې دغه بريد په ګن ميشتو ساحوکې زياتې ويجاړۍ هم کړې دي.
د يونيما مرستيال پرونۍ پيښه جنګي جنايت بللى دى .يونيما له طالبانو څخه وغوښتل چې په ملکي سيمو خپل بريدونه ډير ژر بند کړي.
د هند صدر اعظم نريندرامودي دغه پيښه يوه خونړۍ تروريستي عمل بللى دى او هغه يې د هغو پروګرامونو دوام وباله چې هدف يې د افغانستان خلکو ته زيان رسول دي .
د اروپا اتحاديې هم دغه پيښه غندلې ده. يو شمېر لويديځو هېوادونو هم پرونۍ پيښه د بشريت پرخلاف جنايت بللى دى او د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ يې يوه اړتيا بللې ده .
پاکستان چې د طالبانو د ملاتړ، ادارې او سمبالولو تور پرې لګول شوى دى؛ د دغه جنايت له غندونکو هېوادونو سره يوځاى شوى دى او هغه يې غندلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته