ټولنه

د شبرغان د پالنځي ماشومانو مرستې ترلاسه کړې

کابل /د وري ٢٢مه /باختر
د ماشومانو د ملاتړ موسسې په جوزجان کې د شبرغان پالنځي لسګونوماشومانوسره مرسته وکړه.
د باختراژانس د سيمه ييزخبريال د خبرله مخې؛ دغې موسسې د شبرغان پالنځي له ٨٦ تنوماشومانو سره د کتابونو، کتابچو، د ښوونځي د بيکونو، جامو او د لوبې د وسايلو مرسته وکړه .
د جوزجان د کار اوټولنيزو چارو رييس سيد عبدالرشيد منصوري له دغې موسسې څخه په مننې سره له نورو مرستندويو بنسټونو وغوښتل چې دغه ماشومان هېر نه کړي او له هغوى سره مرسته او د هغوى پوښتنه وکړي.
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته