امنیت

درې تنه ملکي وګړي په غور ولايت کې ټپيان شول

کابل باختر د چنګاښ ١٦ :
له وسله والوطالبانو سره دغور ولايت د دوه لينه ولسوالۍ د اوشانو دکلي د اوسيدونکو د نښتې  له امله  درې تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دسيمه ييزو مسوولينو دڅرگندونوله مخې: وسله والو طالبانو د عشر د راټولو په مقصد دغورولايت دشهرک ولسوالۍ د اوشانوکلي ته ورغلي و چې دخلکو او طالبانو  ترمنځ وسله واله جګړه ونښته .
دغور ولايت امنيه قوماندان د لاورشاه دلاور رسنيو ته ويلي دي: په دې پيښه کې قوماندان نصرالله څلورتنه نورملکي وګړي له ځان سره بيولي دي.
دغه راز په يوه بله پيښه کې دغور ولايت د دولينې ولسوالۍ د جبران په کلي د طالبانو د يوتوغندي د لګيدو له امله  يوه ميرمن ښځه ټپي شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته