امنیت

په بدخشان کې د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول

کابل / د وري ۱۷ مه / باختر
د بدخشان پر١١ولسواليو د وسله والو طالبانو بريدونه تېره شپه په شا وتمبول شول.
د بدخشان د والي وياند نېک محمد نظري باختر آژانس ته وويل چې امنيتي او دفاعي ځواکونو د دغه ولايت پر ١١ ولسواليو د وسله والو طالبانو بريدونه په شا وتمبول.
هغه وويل: په دغو پېښو کې٣٠ وسله وال طالبان ووژل شول او٢٠ نور یې ټپيان شول او د ٩وسله والو طالبانو مړي جنګي وسايلو سره د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته