امنیت

اتلس طالبان په روزګان کې ووژل شول

– کابل / د کب ۹ مه / باختر
اتلس وسله وال طالبان په روزګان کې په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په چارچينو، دهراوود او ترينکوټ ښار ته څېرمه هغه وخت بريدونه وشول چې غوښتل یې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو یرغل وکړي.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو درېمې لوا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو بريدونو کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
همدارنګه په بريدونو کې د طالبانو څلور پټنځي له ټولو وجنګي وسايلو سره يې له منځه يوړل شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
پوځيانو د روزګان له ګڼ مېشتو لارو څخه د١٢ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماین ښخونو په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته