ټولنه

دمزارشريف په ښارکې دشين کمربند دجوړولو لپاره هلې ځلې

کابل باختردزمري دمياشتې  ١١ :
دمزارشريف ښاروالۍ مسوولين دروان کال په بهېرکې دښار په شاوخوا کې شين کمربند جوړوي.
دمزارشريف ښاروالۍ دتنظيف اوسمسورتيا رييس ضياالحق عطايي دباخترآژانس خبريال ته وويل :   دغه شين کمربند دمزارشريف ښار دحلقوي واټ  ترڅنګ جوړيږي .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې :  هغه حلقوي سړک چې دپخولو کار يې دوام لري  په روان کال کې ددغې پروژې په بشپړيدو سره دشين کمربند دجوړولو کارپيليږي چې دمزارشريف ښار ته دککړې هوا دننوتلو مخه ونيول شي او دغه ښار شين  اوسمور شي .
دغه راز دمبارکې روضې  دشاخوا واټونو اودواټونو ترمنځ  دګلدانونو سمسورتيا ددغې ادارې دکار په لومړيتوب کې دى  چې  کولاى شي دمزارشريف ښار اوسيدونکو ته دژوندانه دچاپيريال سالمه فضابرابره کړي.
عطايي زياته کړه  چې له  موجودو وسايلو څخه په استفادې سره  په  مزارشريف  ښارکې دکثافاتو دراټوليدو دمخنيوي په  خاطر هره ورځ يو زرو پنځه سوه  مکعب متره کثافات له ښارڅخه دديرشو کيلومترو په واټن  بهر ته ليږدوو چې دښاروالۍ د وسايطو  ظرفيت له دې څخه زيات نه دي  ځکه دمزارشريف ښار مخ په پراختيا  دى او موږ هلې ځلې کوو  چې خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کړو  او ښار پاک وساتو او له شک پرته دخلکو  همکارۍ ته اړتيا لرو  چې په ګډه د ژوندانه  دچاپيريال دککړتيا دکمښت په برخه کې ګډې هلې ځلې وکړو.
په همدې  حال  کې دمزارشريف ښار يو شمير اوسيدونکي ددغې پروژې په عملي کولو ټينګار کوي  او دښاروالۍ له مسوولينو څخه غواړي چې  ډير ژر  اودحلقوي سړک په بشپړيدو سره ددغه کمربند کار هم عملي شي  چې دمزارشريف ښار هوا دکابل په شان نه شي .
دوى دمزارشريف ښاروالۍ ددولس کلنو کارونو له امله خوښي څرګنده کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته