کابل / د کب ۷ مه / باختر
پوليسو يو سړى تېره شپه د پروان د غوربند درې په شينواري ولسوالۍ کې له طالبانو ډلې سره دهمکارۍ په شک ونيو.
د پروان د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه سړى د غوربند درې په شينواري ولسوالۍ کې د پوليسو په عملياتو کې ونيول شو.
هغه وويل چې له نيول شوي سړي څخه يو شمېر سندونه د پوليسو لاسته ورغلي دي او له هغه څخه تحقيقات دوام لري.
پاي \ ذ
4 د یوې دقیقې څخه لږ