ټولنه

په کونړ کې د ستروسو بڼونه جوړېږي

– کابل/ د کب ۶ مه/ باختر
د کونړ د مرورې ولسوالۍ په لاهور ډاک کې د ۲،۵ مېلیونو افغانیو په لګښت ۵۰ جریبه ځمکه کې د مالټو، لېمو او نارنجانو بڼونه جوړېږي
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځیروي پروژې له مخې د کورني تولیداتو د پیاوړتیا په پار، د ۲،۵ میلیونو افغانیو په لګښت د مرورې ولسوالۍ د لاهور ډاګ په پنځوس جرېبه ځمکه کې د ستروسو کورنۍ د نویو بڼونو جوړول پیل شول.
د کونړ مرستیالې برېښنا شیرزۍ یاده پروژه د بڼوالۍ سکتور په وده کې مهم ګام وباله او د ښه تطبیق په برخه کې یې د همکاریو ډاډ څرګند کړ.
شېرزۍ وایي چې د پانګوالو او بزګرانو د وړتیاوو او اقتصادي ودې په پار، دغه ولایت کې د پیازو او الوګانو د ساتلو ٨٠ خونو جوړېدو سربېره د مالدارۍ ودې ته هم جدي پاملرنه شوې.
هغې د دغه ولایت اقلیم د بڼوالۍ د ودې لپاره ښه وباله او په یاده برخه کې یې له کرنې وزارت او همکارو موسسو د همکاریو د لا پراختیا غوښتننه وکړه.
په همدې حال کې ځایي خلک بیا ورته پروژې د حاصلاتو د ډېروالي، بزګرانو او پانګوالو د هڅونې او د خلکو د ژوندانه په مثبت تغیر کې مهم ګام بولي او له حکومت د ورته نورو پروژو د تطبیق غوښتنه کوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته