-کابل باختر د وري نولسمه :
په ننګرهار ولايت کې يوتن د شرابو د پلورنې په تور ونيول شو .
پرويز چې ويل کېږي په جلال اباد ښار کې د شرابو په توليدولو او پلورنې بوخت و ، نن سهار دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې ونيول شو .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې، د دغه سړي له کور څخه په لسګونو بوتله شراب ترلاسه شوي دي .
نيول شوي سړي په لومړنيو تحقيقات کې د شرابو په پلورنې اعتراف کړى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ