امنیت

د طالبانو د هدفمندو وژنو يوه شبکه په ننګرهار کې دړې وړې شوه

– کابل /د سلواغې ٢٦مه /باختر
د ملي امنيت منسوبينوپه ننګرهار کې د طالبانود ډلې د هدفمندو ترورونو د يوې شبکې د دړې وړې کېدو خبرورکړ .
دغه شبکه د قاري هجرت الله مشرى په جلال اباد ښار کې د دولتي کارکوونکو په ترور بوخت وو .
د ننګرهار والي ضيا الحق امر خيل باختراژانس ته وويل چې دغه شبکه، په ننګرهار کې د لسګونو دولتي کارکوونکو په ترور کې لاس درلودل .
هغه تاييد کړه چې د ترور دغه شبکې ٤ غړي په جلال اباد ښاراو د سره رود او بهسودو په ولسواليو کې د ملي امنيت د منسوبينوپه عملياتوکې ونيول شول.
نيول شويوکسانو په لومړنيو تحقيقاتوکې د دولتي کارکوونکو د ترور او د دغو کارکوونکو په موټرو کې د ماينونو د لګولو په څومواردو کې اعتراف کړى دى .
ختم –ج- اګرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته