کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر
د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل له يو ناوړه قصد څخه روغ رمټ پاتې شو.
هغه نن سهار له يوشمېر سيمه یيزو مسوولينو سره د څو پرمختيايي پروژو د پرانیستلو لپاره د هسکې مينې ولسوالۍ ته روان و چې د لارې په اوږدو کې يرغلګرو پرې ډزې وکړې.
د ننګرهار يو امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې په بريد کې ضياالحق امرخېل ته زيان نه دى اوښتى، خو دوه پوليسان چې ورسره وو، ټپيان شول.
د دغه بريد د څرنګوالي په اړه زيات جزئيات نه دي ورکړل شوي او تراوسه د دغه ناوړه قصد مسووليت هم چا نه دی منلی.
ختم-ج- ا
20 د یوې دقیقې څخه لږ