ټولنه

په ننګرهار کې سلګونو کورنيو ته د څښاک اوبه برابره شوه

١٥- کابل / دليندۍ ٢٨مه /باختر
د اوبو رسولو د درېو شبکو په جوړولو سره د سلګونو کورنيو د اړتيا وړاوبه تامين شوه.
د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت د دغو شبکو د جوړولو لپاره پنځه ميليونه څلور سوه زره افغانۍ لګولي دي.
د دغو شبکو جوړول د کامې ولسوالۍ کورنيو ته يو ښه ځېرى دى .
د ننګرهار د کليو د بيا رغاونې اوپرمختيا رياست يو مسوول باختراژانس ته وويل چې د اوبو رسولو د دغو شبکو جوړولو سره ٣٦٠ کورنيو د څښاک روغتيايي اوبو ته لاسرسۍ پيدا کړ .
دغه کورنى زيات کلونه له غير روغتيايي اوبو څخه د استفادې په دليل په ناروغى اخته کېدل.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته