کابل باختردغويي دمياشتې ٧ مه :
په پروان ولايت کې تيره شپه په يوه وسله واله نښته کې ددغه و لايت دولايتي شورا ديوه غړي زوى ووژل شو اويو تن بل ټپي شو.
دپروان ولايت دبګرام ولسوال عبدالشکور قدوس د باخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل دپروان دولايتي شورا دغړي نجيب شورش دزوى او دسوداګر حاجي نويد د افرادو ترمنځ له شخړې وروسته جګړه ونښته چې له امله يې دولايتي شورا ددغه غړي زوى ووژل شو او يو ساتوونکى يې ټپي شو.
ده دغه راز زياته کړه چې امنيتي منسوبينو ددغې قضيې په اړوند څلور تنه نيولي دي اودموضوع دروښانه کيدو لپاره دپوليسو څيړنې دوام لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ