-کابل / دزمري ٢٠مه / باختر :
په زابل کې د دوو ښوونځيو په جوړولو ، يو زرو پنځه سوه زده کوونکي د زده کړې مناسب ځاى ته لاسرسۍ وموند .
دغو زده کوونکو کلونه کلونه د درسي ټولګيو د نشتوالي په دليل تر خيمو لاندې اويا آزاده هواکې زده کړه کوله .
د دغو ودانيو د پرانستلو په مراسمو کې د زابل والي عنايت الله هوټک وويل چې د ښار جوړولو د چارو وزارت، دغه نوي ودانۍ د ٤٤مليونو افغانيو په لګښت جوړ کړي دي .
د زابل د پوهنې رييس نصر الله زاهد باختراژانس ته وويل چې د دغو نويو ودانيو په جوړولو ١٥٠٠ زده کوونکي د لومړى ځل لپاره د درسسي مناسب ځاى ته لاسرسۍ وموند.
په هر يو دغو دوو ودانيو کې اته درسي ټولګي او نور د اړتيا وړ تاسيسات په پام کې نيول شوي دي.
ختم_ شکريه _اکرم
0 1 دقیقه لوستل