ښوونه او روزنه

يو زرو پنځه سوه زده کوونکي په زابل کې د زده کړې مناسب ځاى ته لاسرسۍ وموند

-کابل / دزمري ٢٠مه / باختر :
په زابل کې د دوو ښوونځيو په جوړولو ، يو زرو پنځه سوه زده کوونکي د زده کړې  مناسب ځاى ته لاسرسۍ وموند .
دغو زده کوونکو کلونه کلونه  د درسي ټولګيو د نشتوالي په دليل  تر خيمو لاندې اويا آزاده هواکې زده کړه کوله .
د دغو ودانيو د پرانستلو په مراسمو کې د زابل والي عنايت الله هوټک  وويل چې د ښار جوړولو د چارو وزارت، دغه نوي ودانۍ د ٤٤مليونو افغانيو په لګښت  جوړ کړي دي .
  د زابل د پوهنې رييس نصر الله زاهد باختراژانس ته وويل چې د دغو نويو ودانيو په جوړولو  ١٥٠٠ زده کوونکي د لومړى ځل لپاره د درسسي مناسب  ځاى ته لاسرسۍ  وموند.
  په هر يو دغو دوو ودانيو کې اته درسي ټولګي او نور د اړتيا وړ تاسيسات په پام کې نيول شوي دي.
  ختم_ شکريه _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته