امنیت

څلور طالبان په جوزجان کې ونيول شول

 کابل / د زمري ۷ مه / باختر
د وسله والو طالبانو ډلې ٤ غړي پرون مازيګر په جوزجان کې ونيول شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې د دغې قول اردو د لومړۍ لوا منسوبينو دغه کسان له ٤ کلاشينکوفونو او ٢ موټرسايکلونو سره د جوزجان د قوش تيپې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول.
ده زياته کړه چې نيول شويو طالبانو نيت درلود د جوزجان د قوش تيپې ولسوالۍ په جرقُدُق کلي کې پر امنيتي او دفاعي ځواکونو بريد وکړي.
پاى ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته