قاهره باختر دمرغومي شپږ ويشتمه :
د مصر د حکومت مقامات وايي چې د دغه هيواد داساسي قانون په ټولپوښتنه کې د خلکودګډون کچه د يادونې وړ ده.
د اسوشيتد پرس دخبري آژانس دخبر له مخې: پرون ددغې ټولپوښتنې د وخت له پاى ته رسيدو وروسته ددغه ريفراندم د ترسره کولو دکميټې رييس نبيل صليب د مصر دولتي ټلويزيون ته وويل چې په دې ټولپوښتنه کې د مصر د خلکو د ګډون کچه آن له پخوانۍ ټولپوښتنې څخه بهر ده.
د دغې ټولپوښتنې په دويمه ورځ ټولپوښتنه په عمده توګه آرامه ترسره شوه، خو په لومړۍ ورځ يعنې د سه شنبې په ورځ د مصر دګوښه کړى شوي جمهور رييس محمد مرسي د پلويانو او مخالفينو ترمنځ جګړه کې نهه تنه ووژل شول.
دغه راز خبر ترلاسه شوى دى چې د ټولپوښتنې په دوو ورځوکې نږدې څلور سوه تنه وژل شوي دي.
د محمد مرسي او د اخوان المسلمين پلويانو دغه ټولپوښتنه تحريک کړې ده او وايي چې د ده ګوښه کول غير قانوني دى او هغه د پوځي کودتا په نامه يادوي.
دمصر اوسنى اساسي قانون د محمد مرسي د جمهوري رياست په وخت کې تصويب شوى و.
د رويټرز دخبري آژانس دخبر له مخې: دمصرکورنيوچارووزارت يوه جګپوړي مقام يوې خصوصي ټلويزيوني شبکې ته ويلي دي چې په دې ټولپوښتنه کې د خلکو دګډون کچه په سلوکې نږدې پنځه پنځوس وه.
په همدې حال کې په هغو ښارونو او سيموکې چې اخوان المسلمين زيات پلويان لري؛ دګډون کچه ټيټه بلل شوې ده.
0 1 دقیقه لوستل