باميان باختر د لړم دمياشتې ٢٢ نيټه :
د باميانو ولايت د باسکتبال او فوټسال په برخوکې د معلولينو ورزشي اتحاديه جوړه شوه .
د باميانو ولايت د معلولينو د اتحاديې مسوول سيد رازق دانش باختر آژانس ته وويل چې دغه اتحاديه د سره صليب د مهاجرينو د عالي کميشنرۍ او د معلولو کسانو د ملي اتحاديې له خوا د آغاخان موسسې په مالي همکارۍ جوړه شوې ده چې تر اوسه پورې د دغه ولايت د ښځو او نارينه و په ګډون ٢٨ تنو معلولينو د فوټسال او فوټبال په څانګوکې پکې نومونه ليکلي دي.
ده زياته کړه چې د دغه ولايت معلولينو ته د دغو دوو ورزشي څانګو پرانستل به د دوى د روحي او جسمي پياوړتيا سبب شي .
د باميانو ولايت د سره صليب د دفتر مسوول حبيب الله حسيني په دغه ولايت کې د دغې اتحاديې جوړول يې مهم وباله او ويې ويل چې دغه اتحاديه د معلولينو ځواکمنتيا لوړي او خلکو ته ښيي چې معلولين هم خلاقيت او نبوغ لري.
د يادونې وړ ده چې په باميانو ولايت کې اته زره تنه معلولين شته چې زياتره يې ځوانان دي.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل