نړۍ

داسلامي هيوادوو دمشرانو غونډه دروژې دمبارکې مياشتې په وروستيو وختو کې جوړيږي .

کابل باختر دزمري دويمه

  ټاکل شوې ده داسلامي هيوادونو دمشرانو  فوق العاده غونډه دروژې دمبارکې مياشتې په  ٢٦ او ٢٧ نيټه دمکي مکرمي په ښار کې جوړه شي   باختر اژانس  دنړيوالو خبرځايونو له خولې خبر راکړ ددغې فوق العاده  غونډې د جوړولو اعلام دسعودي عربستان دباچا ملک عبدالله له خوا دمسلمانانو تر منځ ديو والي دتامينولو په مقصد شوى دى .

 دسعودي عربستان  دبهرنيو چارو وزير سعود الفيصل  په دې باب  رسنيو ته ويلي دي چې اسلام او مسلمانانو ته دخدمت او په اوسنيو نازکو شرايطو کې داسلامي امت ترمنځ ديووالي  دتامينولو په مقصد دسعودي عربستان باچا ددغه شان فوق العاده غونډې دجوړولو غوښتنه کړې ده .

 دسعودي عربستان دبهرنيو چارو وزير ويلي دي په داسې وخت کې چې مسلمه امت يو والي ته اړتيا لري تفرقه اوبي اتفاقي  مسلمانان ګواښوي ددغه شان غونډې جوړول ضروري دى .

 داپه داسې حال کې ده چې دسعودي عربستان باچا  په داسې وخت کې داسلامي هيوادونو دمشرانو په ګډون دغونډې دجوړولو غوښتنه کړې ده چې له يو نيم کال راپديخوا يو شمير  اسلامي هيوادونه په تيره بيا دتونس ، ليبيا ، بحرين ، يمن ، مصر او سوريې په ګډون  عربي  هيوادونه له سياسي او پوځي بحران سره مخامخ دي .

 په سينګال کې داسلامي همکاري دسازمان دغړو هيوادونو ددريمې  غونډې له جوړيدو وروسته ټاکل  شوې  وه ددغه سازمان دمشرانو څلورمه غونډه په مصر کې جوړه شي چې دعربي پسرلى په پيل کيدو وګرنيو پاڅونونو  او په دغه هيواد کې دسياسي اونظامي  بدلونونو په رامنځته کيدو سره دغه غونده جوړه نه شوه .  ديادونې وړ  ده چې داسلامي همکاري سازمان اووه پنځوس غړي لري چې په هرو دريو کلونوکې داسلامي هيوادونو  د حالت دڅيړنې په باب د مشرانو غونډه جوړوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته