بغلان/ باختر د تلې پنځمه :
د بغلان ولايت د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې پوليسو د نشه يي توکو د يوه قاچاق وړونکي د نيولو خبر ورکړ .
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې مدير سمونوال نظام الدين نظام د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: نيول شوي سړي غوښتل ٢٢ کيلوګرامه چرس د مرکزي بغلان له ولسوالۍ څخه پلخمري ته وليږدوي چې نن د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ترافيکو د دوه سرکې په ساحه کې ونيول شو .
ختم _ ف _ اکرم