کابل باختر د وږي شپږ ويشتمه :
په پنجشير ولايت کې نن دلسو ټيمونو په ګډون دفوټبال دغوره ليک سيالۍ پيل شوه .
ددغه سيالۍ موخه دامتيازي په توګه دوه مياشتې دوام کوي او دپنجشير ولايت دټيم دانتخابولو لپاره دغوره څيرې دانتخاب په توګه بلل شوې ده .
دپنجشير ولايت دفوټبال فدراسيون مسوول نور احمد احمدي وويل چې په دغوسياليو کې له اوو ولسواليو او ددغه ولايت دمرکز له بازارک څخه لس ټيمونه ګډون کړى دى .
احمدي زياته کړه چې ددغوسياليو په پاى کې دګټوونکو ټيمونو لپاره کپ او سوغاتونه هم په پام کې نيول شوى دى .
ده وويل دغه سيالۍ دپنجشير دفوټبال دفدراسيون له خوا دمرکز دفوټبال دفدراسيون په همکارۍ پيل شوې دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ