نړۍ

په افغانستان کې دامريکا دنوې ستراتيژۍ اعلام، پاکستان ته خبردارى

واشنګټن بي بي سي  باختر دزمري دمياشتې يوديرشمه   :
دامريکا دمتحده ايالاتو  جمهوررئيس دونالدترامپ وويل چې دخپلې لومړۍ غوښتنې پرخلاف په افغانستان کې دامريکايي پوځيانو له وتلو سره  مخالف دى ځکه چې نه غواړي  رامنځته شوې تشه  جګړه مارو ډلو ته دقدرت درسيدو سبب شي .
په همدې حال کې ترامپ دتحليلګرانو دهيلو پرخلاف په افغانستان کې  دامريکايي پوځيانو دشمير دزياتوالي لپاره   کوم ارقام اعلام نه کړل .
دترامپ دڅرګندونوله مخې، په افغانستان کې دميشتو امريکايي پوځيانو شمير به ددغه هېواد دشرايطو له مخې وټاکل شي .
دونالدترامپ دغه راز دافغانستان دامنيتي ځواکونو دپياوړتيا غوښتنه وکړ ه.
دترامپ په خبره  امريکا  دافغانستان له  حکومت سره همکارۍ ته دوام ورکوي  خو ددغه هېواد دبرخليک ټاکنه دهغه  دخلکوپه واک کې ده .
ترامپ  دافغانستان په وخت نن سهار واشنګټن ته څيرمه  دآرلينګتون پوځي  اديرې ته  نږدې په يوه اډه کې خبرې کولي چې په مستقيم ډول دامريکا دټلويزيون له لارې خپريدې  چې د هغو دوه زره څلور سوه تنو امريکايي پوځيانو دزيات شمير دښخيدو ځاى کې  چې په افغانستان کې وژل شوي دي . همدا اوس  اته زره څلور سوه تنه امريکايي پوځيان په افغانستان کې ديره دي  چې  زياتره يې دافغان پوځيانو په روزنې او  په مستشاري فعاليتونو بوخت دي.
دونالدترامپ په خپلو خبرو کې  له افغانستان څخه دبيړنيو وتلو په نسبت خبردارى ورکړ  او ويې ويل  نه غواړي  دبارک اوباما د جمهوري رياست په دوران کې له عراق څخه دامريکايي پوځيانو په چټک اوپراخ وتلو کې ددغه هېواد  دمشرانو تيروتنې تکرارکړي.
دترامپ له خوا داعلام شوي ستراتيژۍ  بله برخه دپاکستان په باره کې وه   .
ترامپ وويل  امريکا نور نه غواړي په پاکستان کې دطالبانوپه شان   دډلو دشتون په وړاندې چوپه  خوله غوره کړي.
دونالدترامپ وويل چې امريکا په ميلياردونو ډالره دپاکستان په واک کې ورکړي دي  خو هغوى هغو ډلو ته چې  دبې نظيمي او تاوتريخوالي عوامل دي ، خوندي فضا ورکړې ده .
ترامپ وويل ؛ ددې وخت رارسيدلي دى چې پاکستان دتمدن ، نظم  او سولې په نسبت  خپله  ژمنه وښيي.
دونالدترامپ دغه راز د اقتصادي همکاريو دپراختيا په ګډون په افغانستان کې دامنيت له ټينګښت سره په مرسته کې دهند دزيات رول دلوبولو غوښتنه وکړه.
په افغانستان اوداسيا په  جنوب کې دامريکانوې ستراتيژي له څو مياشتنيو څيړنو وروسته  اعلام شوې ده .
دونالدترامپ له هغه وروسته چې دتيرې  جمعې په ورځ له خپلو  پوځي قوماندانانواو سلاکارانو سره په کمپ ديويد کې وکتل  ، اعلام وکړ چې  په  افغانستان کې سياست يې نتيجې ته نه دى رسيدلى .
ترامپ پخوا  په افغانستان کې دامريکا دشپاړلس کلن پوځي شتون   له لاسته رواړونو څخه ناخوښي څرګنده کړې وه اوپه دې اړوند يې دبيا کتنې غوښتنه کړې وه .
دونالدترامپ   دبارک اوباما د جمهوري رياست په دوران کې په افغانستان کې دامريکاپوځي شتون دمالي سرچينو ضايع کيدل بللى و  اوله دغه هېواد څخه يې دامريکا يي پوځيانو دوتلو غوښتنه کړې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته