امنیت

د طالبانو له منګولو څخه د دولتي کارکوونکو ژغورنه

کابل باختر دکب دمياشتې ٢٢ : د هرات ولايت د پښتون زرغون ولسوالۍ څلور تنه ملکي کارکوونکي چې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي وو؛ د امنيتي ځواکونو د چټکوعملياتو په بهيرکې آزاد کړاى شول . د پښتون زرغون ولسوالۍ د ملکي کارکوونکو له تښتونې وروسته په دغې ولسوالۍ کۍ د هرات د پوليسو عمليات پيل شول چې د انسان تښتوونکوله منګولو څخه څلورتنه دولتي کارکوونکي آزاد شول. دغه عمليات وروسته له هغه پيل شول چې د پښتون زرغون ولسوالۍ شپږ تنه ملکي کارکوونکي د دغې ولسوالۍ او دګذرې ولسوالۍ ترمنځ د لارې په اوږدوکې د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول. د هرات ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالمجيد روزي چې د دغو عملياتو مشري يې کوله وايي چې څلور تنه تښتول شوي کسان له موټر سره يې د انسان تښتوونکوله منګولو څخه ژغورل شوي دي. ويل کيږي د دغې ولسوالۍ د اجرائيه مدير او د حقوقو د مدير د ژغورنې په خاطر هلې ځلې چې له انسان تښتوونکوسره دي؛ دوام لري. د هرات ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالمجيد روزي په عملياتوکې شاملو پوليسو ته لارښوونه کړې ده چې د دغو دوو تنو تر ژغورنې پورې دې په پرله پسې توګه هلې ځلې وکړي. د دغې قضيې په اړوند درې تنه مشکوک کسان هم دپوليسو له خوا نيول شوي دي. دغه راز په هغې غونډه کې چې د هرات د امنيه قوماندان پاسوال عبدالمجيد روزي په ګډون دګدزې په لسوالۍ کې جوړه شوه؛ دپښتون زرغون ولسوالۍ د کارکوونکو د تښتولو د قضيې د عاملينو د پيژندلو په باب تصميم ونيول شو چې د پښتون زرغون او د ګذرې د ولسواليو د وګړنيو شوراګانو غړي له يوبل سره په تفاهم کې د دغو دوو تنو د خوشي کولو په خاطر هلې ځلې وکړي. د هرات امنيه قوماندان ددغه و لايت د ولسواليوله ملکي مسوولينوڅخه وغوښتل چې هرات ته د سفر په وخت کې امنيتي مسوولينو ته خبر ورکړي چې پوليس وکولاى شي د دوى امنيت تامين کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته