ټولنه

دکندز دجګړې له امله بيځايه شويو ميرمنو په هرات کې رستورانت پرانستې دى

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٣ مه :
يوشميرکندزي ميرمنو چې له  جګړو څخه تښتيدلي  او په هرات کې ميشتې دي اوس يې په دغه ولايت کې رستورانت  جوړ کړى دى  او هلې ځلې کوي چې دکار درامنځته کولو ترڅنګ دشمال اولويديځ  ترمنځ دفرهنګي تبادلې زمينه هم برابره کړي.
دغه ميرمنې  وايي چې په هرات  کې دکندزي سيمه ييزو  خوړو په پخولو سره هلې ځلې  کوي چې له  جګړې څخه وروسته  ژوند په بل ډول پيل کړي.
دغو ميرمنو  په کندز کې  دامنيتي ځواکونو اوطالبانو ترمنځ  دجګړو له امله دخپلو کورنو څوغړي له لاسه ورکړي دي او اوس يې په هرات کې يې نوى  ژوند پيل کړې دي .
يوه ميرمن سعديه  وايي په کندز کې  حالت خراب شول او ماشومانو ونه کړاى شول ښوونځيو ته لاړشي طالبانو هره ورځ په خلکو زور اچاوه چې  ډوډۍ   ورکړي ،. پيسې ورکړي  او عشر ورکړي  او له مجبوريت  له مخې موږ وتښتيدو او هرات ته راغلو  .
ددغو ښځو شميرله لسو تنو څخه اوړي  چې دخوړو په پخولو لاس پورې کوي او هغه پلوري  .
دوي وايي کله ناکه  د جګړو دخاطرو کيسې هم کوو اوپه طالبانو نفرين وايو.
ديادونې وړ ده  دغه رستورانت دښځوله خوا ښځو ته  جوړ شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته