سیاست

جمهور رئیس غني: موږ د داسې سولې ټینګښت غواړو چې په هغې کې د افغانستان ملي ګټې خوندي وي

کابل باختر دغبرګولي دوه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د اسلامي ګوند د شوراګانو د اتحاد له غړو سره وکتل.
دجمهوري رييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، جهادي شخصیت قاضي محمد امین وقاد او سید نقیب الله هاشمي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
دوی د جمهور رئیس غني په مشرۍ د افغانستان له حکومت سره خپل ملاتړ اعلام کړ او د دغه حکومت له خوا د پیل شویو اصلاحي او د سولې دپروګرامونو پلي کېدل یې د افغانستان د خلکو تر ټولو مهمه اړتیا وبلله او ډاډ یې څرګند کړ چې د دغه ګوند غړي د افغانستان د حکومت په پیل شویو رغنده ملي پروګرامونو کې ځان شریک بولي او د عدالت د ټینګښت، د ملي ګټو د خوندي کولو او د ظرفیتونو د لوړولو لپاره به له حکومت سره اوږه په اوږه کار وکړي.
د اسلامي ګوند د شورا ګانو د اتحاد غړو د دې ترڅنګ چې په حکومت کې یې د افغانستان د ټولو قومونو د په کار پوهو کسانو د شتنون ننګه وکړه، د خپلو کادرونو د په کارګمارلو غوښتنه یې هم وکړه.
جمهور رئیس غني افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وباله، ټینګار وکړ چې په اوسنیو شرایطو کې دا د هر افغان دنده ده چې یو بل ته سره لاسونه ورکړي افغانستان له اوسني حالت څخه را وباسي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده چې موږ ته له تېر څخه ستونزې په  میراث را پاتې دي، زما لومړنۍ دنده دا ده چې د افغانستان ثبات تضمین کړم.
جمهور رئیس غني وویل، په هېواد کې د سولې ټینګښت زموږ هدف دی، د هغې تل پاتې او عزت لرونکې سولې چې ټول افغانان ځانونه پکې وګورې، نه د هغې سولې ټینګښت چې د ټوپک په زور پر موږ ومنل شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې موږ د داسې سولې ټینګښت غواړو چې په هغې کې د افغانستان ملي ګټې خوندي وي. د سولې د خبرو په اړه موږ له پاکستان سره له قوي دریځ څخه مذاکره کوو.
د دغې کتنې په پای کې جمهور رئیس غني د سولې په ټینګښت کې  د اسلامي ګوند پر همکارۍ ټینګار وکړ او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د دوی له کادرونو څخه به په نظام کې ګټه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته