قندهار/ باختر دزمري دمياشتې ١٦ :
وسله والو طالبانو پرون د قندهار د بريښنا رياست ٧ تنه کارکوونکي وتښتول.
دقندهار دوالي وياند باخترآژانس ته وويل دبريښنا رياست دغه کارکوونکي د بريښنا د مزي د ترميمولو په خاطر د هلمندولايت د سنګين ولسوالۍ ته تللي وو چې د طالبانو له خوا وتښتول شول.
خبرځاى زياته کړه: دغه کارکوونکي د قندهار او هلمند د ولايتونو اوسيدونکي دي او غوښتل يې د قندهار _ هلمند په لويه لاره کې د بريښنا غوڅ شوي مزي ترميم کړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ