سیاست

جمهوررئیس غني له افغان هندوانو او سکانو سره په کتنه کې: مذهبي ازادي د قانون په چوکاټ کې د افغانستان د خلکو حق دی

کابل باختر دوږي شپږمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د هندوانو او سکانو له یو شمېر استازو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې تر سره شوه د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر عمومي ریاست مرستیال عبدالسبحان رووف په افغانستان کې د افغان هندوانو او سکانو د امنیت د خوندیتوب او مذهبي مراسمو د ترسره کولو په برخه کې د دوی غوښتنو ته د رسیده‎ګۍ په موخه د جمهوررئیس غني حکم ولوست.
د دې حکم مطابق د سیمه‎ییزو ارګانونو خپلواکه اداره او اړونده ادارې دې د هندوانو او سکانو د درمسال شاوخوا ساحې چې د جلال آباد ښاروالۍ سوداګریز ملکیت دی د آزاد بازار ورځني نرخ مطابق د مذهبي ساحې د امنیت د خوندیتوب په خاطر د قانوني پړاونو له بشپړولو وروسته پر دوی وپلوري او له یادې سیمې څخه سوداګریزه استفاده ممنوع ده.
دغه راز د دې حکم پر بنسټ، د ځمکو خپلواکه اداره مکلفه شوه چې د ننګرهار ولايت دسره رود ولسوالۍ په سلطانپور سیمه کې د کوټي‎باغ په نا مه د ځمکې د قرارداد اجازه دې د اوسنۍ اجارې مطابق له اجاره کوونکي سره، هندوانو او سکانو ته د مذهبي ګټې اخیستنې په خاطر، فسخه کړي.
په همدې ترتیب په دې حکم کې د ځمکو خپلواکه اداره مکلفه شوه چې د دغه باغ مخکېني حسابونه دې له هندوانو او سکانو سره تصفیه او د هغې د اجارې قراداد دې د مذهبي مراسمو د ترسره کولو په خاطر قانوني پړاو بشپړ کړي.
وروسته په مشرانو جرګه کې د هندوانو استازې انارکلي هنریار خبرې وکړې او د جمهوررئیس حکم یې وستایه وې ویل، موږ د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه چې خپل ځانونه یې زموږ د هوساینې لپاره ډال ګرځولی، مننه کوو او هېڅوک به هغوی هېر نه کړي.
هنریار د امریکا له نوي ستراتیژۍ څخه د خپل ملاتړ  ترڅنګ وویل، د شمشان (هندوسوزان) ماشینونو د پېرلو پروسه دې چټکه شي او په جرمني کې د افغان هندوانو او سکانو  کډوالو د تابعیت تذکرې ستونزې ته دې رسیده‎ګي وشي. هغې زیاته کړه، د مذهبي ځایونو بیارغاونې، ، په کانکور ازموینه کې د هندوانو او سکانو ځوانانو ثبت او راجستر ، په خوست او لغمان کې دې ګرودوارو ته پاملرنه وشي.
انارکلي هنریار جمهوررئیس ته په خطاب کې وویل چې هندوان او سیکان تل د دولت ملاتړي وو او تاسې تل هغوی او د افغانستان نورو خلکو ته پاملرنه کړی ده.
وروسته رویل سنګ د سکانو او بنسري لعل د هندوانو په استازیتوب خبرې وکړې او د دوی ستونزې یې په بېلابېلو برخو کې مطرح کړې.
د افغانستان د هندوباورانو او سکانو سراسري شورا استازي رویل سینګ هغوی ته د جمهور رئیس له پاملرنې مننه وکړه او وې ویل، اوس ۶۴ ګرودوارې او ۱۸ مندرونه لرو او زموږ ځینې جایدادونه په جعلي قبالو پلورل شوي دي.
هغه له جمهور رئیس څخه وغوښتل، چې له دې وروسته دې د هغوی جایدادونه د افغانستان د هندوباورانو او سکانو په مشورې وپلورل شي او د هغوی د ځمکو دغصب مخنیوی دې وشي.
بنسري د هندوانو په استازیتوب خبرې وکړې وې ویل، موږ د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو چې شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې دي، ملاتړ کوو. هغه د افغانستان هندوانو او سکانو په ځانګړي ډول د هغوی د ځمکو د غصب ستونزې  د حل غوښتنه وکړه
بنسري لعل وویل، دغه هېواد، زموږ د ټولو مور ده او موږ افغانان د هېواد په دننه او بهر کې په میړانه او زړورتیا یې ساتنه کوو.
جمهوررئیس غني د هندوانو او سکانو هېوادوالو د غوښتنو او وړاندیزونو له اوړېدو وروسته هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د قانون په چوکاټ کې ازادي د افغانستان د خلکو حق دی او هندوان او سکان، په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول په اقتصادي وده کې لرغونې  تاریخي او فعاله ونډه لرله.
جمهوررئیس له دولت او د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د افغان هندوانو له ملاتړ او دغه راز، په اساسي قانون او د هېواد په ټولو نافذه قوانینو د هغوی د اتکا مننه وکړه.
محمد اشرف غني وویل، دغه حکم یو پیغام لري او هغه دا چې مذهبي ځایونه نه شي غصب کېدای. هغه بابه نانک یو مذهبي او تاریخي شخصیت یاد کړ.
جمهور رئیس د افغان هندوانو او سکانو غوښتنو او وړاندیزونو ته په اشارې وویل، ستاسو د ستونزو د حل لپاره په بېلابېلو برخو کې تدارکاتي پروسه ګړندۍ کېږي او ستاسو د غوښتنو پر اساس به د شمشان دستګاوې دولت واخلي.
هغه په المان کې د هندوانو او سکانو کډوالو د تابعیت تذکرې د ستونزو حل په اړه وویل، په دې برخه کې لازم تدبيرونه نیول کېږي.
جمهوررئیس وویل، د خپلو جایدادونو لست جوړ  او له خپلو وړاندیزونو سره یې برابر کړئ او له دې وروسته هیڅوګ نه شي کولی چې د افغانستان د هندوباورانو او سکانو سراسري شورا له تصدیق پرته ستاسې جایدادونه وپلوري او مذهبي ځایونه چې د افرادو په نامه ثبت دي، باید د بنسټونو په نامه راجستر شي
جمهوررئیس غني د غزني والي او د جمهوري ریاست عالي مقام عمومي ریاست اړوند مسوولینو ته لارښونه وکړه چې په هغه ولایت کې د هندوانو او سکانو ځایونو د ویجاړیدو د مخنیوي په خاطر چې په هغه ولایت کې له خطر سره مخامخ دي او همداراز د هندوانو ملکیت سیمه چې په پارک بدله شوې، بیړني قانوني اقدامات وشي.
په پای کې د هندوانو او سکانو  استازو جمهوررئیس ته د عزت پګړۍ ور په سر او  یوه توره یې هم ورته ډالۍ کړه. ختم- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته