سیاست

جمهور رئیس غني: نن د افغانستان ملت په یو غږ له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه کوي

کابل باختر دکب  لسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملي ورځې د کب د نهمې د نمانځنې مراسمو کې چې د هوایي ځواکونو قوماندانۍ او د ملي دفاع وزارت مقر کې جلا جلا جوړ شوي وو، ګډون وکړ.
جمهور رئیس غني د هېواد د هوایي ځواکونو قوماندانۍ کې د خبرو پرمهال وویل، نن هغه ورځ ده چې د افغانستان ملت په یو غږ  له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه کوي.
جمهور رئیس زیاته کړه: ملا سلام پرون په کندز کې له خپلې ډلې او ټپلې سره د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په برکت له منځه لاړ اودا جنایتکاره ډله به نوره د کندز خلک او د هېواد شمال لویدیځ ته تهدید نه وي.
هغه وویل: باثباته، سوکاله او قانونمند افغانستان هیڅ هېواد ته خطر نه دی، اما هغوی چې د جنګ په ډګر زموږ د هېواد د بدلولو فکر کوي، خپله دا شومه ارزو به ګور ته یوسي.
جمهور رئیس څرګنده کړه: راځئ چې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو سلمه کلیزه  په بیا رغاول شوې دارالامان تاریخي ماڼۍ کې ونمانځو او ژمنه وکړو، چې د هېواد د تاریخ ناتمام څپرکی چې د خپلواکۍ ګټونکي غازي امان الله خان پیل کړی وو د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مټو په قوت او زموږ په ملي اراده په یو باثباته، سوکاله او متحده افغانستان بشپړ کړو.
په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال قدم شاه شهیم هم خبرې وکړې او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د جمهور رئیس پاملرنې، مواظبت او معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته یې  د هغه د رسیدګي مننه وکړه.
ورپسې جمهور رئیس د ځانګړو عملیاتو اولې فرقې لوا ته افتخاري پټۍ، د پولیسو ځانګړو قطعاتو عمومۍ قوماندانۍ لپاره چې شایسته قطعه یې هم بولي د زړور (شجاعت) پټۍ او د ۲۰۳ تندر قول اردو لومړۍ لوا ته یې د شایسته قطعې پټۍ ورکړه.
وروسته د هېواد جمهور رئیس ملي دفاع وزارت کې د افغانستان د ملي اردو د شهیدانو څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده او په هغو مراسمو کې چې د ملي دفاع وزارت تالار کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې د کب نهمې د نمانځنې په مناسبت جوړ شوي وو، ګډون وکړ.
په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزیر ستر جنرال عبدالله حبیبي په خپله وینا کې د ملي دفاع وزارت د پلانونو او برنامو په هکله معلومات وړاندې کړل او د دښمنانو د له منځه وړلو په برخه کې یې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تیاریو ډاډ ورکړ.
ورپسې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله خبرې وکړې او د شهیدانو روح ته د دعا پرمهال یې وویل: زموږ ځواکونه په  برحقه موضع کې قرار لري، تاسو د افغانستان د اسلامي جمهوري مشروع نظام د حق او دفاع سنګر کې قرار لرئ او ستاسو پر وړاندې چې کوم دښمن قرار لري هغه ناحقه دی او انشاالله د حق بریالي کېدل پر باطل حتمي دي.
هغه زیاته کړه، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه باید غیر سیاسي وي او یوازې یو سیاست ولري او هغه سیاست د هېواد او خلکو دفاع ده.
اجرائیه رئیس د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه زړور او همتناک ځواکونه وبلل وې ویل، د دې ورځې نمانځل موږ هر یو د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې خپلو مسوولیتونو ته متوجه کوي.
د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزي هم د دې ورځې مبارکي وویله او څرګنده یې کړه: نن د افغانستان وسله وال ځواکونه د تاریخ په لوی ازمون کې قرار لري او نه یوازې د پټو او ښکاره تجاوزونو په مقابل کې د هېواد د سرحدونو ساتنه کوي، بلکې د هغو تروریستي شبکو سره د مبارزۍ په لومړۍ کرښه کې قرار لري چې افغانستان او سیمه یې نارامه کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین د خپلو خبرو پرمهال له جمهور رئیس او د هېواد رهبري څخه مننه وکړه ،چې د لومړي ځل لپاره یې په بېسارې توګه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه تقدیر کړل.
جمهور رئیس غني په دغو مراسمو کې د وینا پرمهال وویل: اته نوي کاله پخوا د شاه امان الله غازي له خوا د ګران هیواد استقلال په همدې وخت اعلام شو او دا ډېره مناسبه پرېکړه ده چې د هیواد د استقلال د ساتندویانو یعنې د دفاعي، امنیتي قوتونو ملي ورځ دې د حوت نهمه نېټه وي.
جمهور رئیس دېته په اشارې چې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته درناوی زموږ په عقیده، فرهنګ او تاریخ کې رېښه لري زیاته کړه: هغوی چې د حق په سنګر کې ولاړ وي، چې د وطن استقلال ساتي، چې نظم او د قانون حاکمیت ساتي، زموږ په دیني او ملي فرهنګ کې د غازي او مجاهد په ډېرو محترمو نومونو یاد شوي دي او د حق د لارې قربانیانو ته د شهید خطاب کوو.
جمهور رئیس څرګنده کړه: که زموږ په تاریخ کې ماته رامنځته شوې وي، نو د جنګي روحیې د کمزورتیا او د جنګ میدان کې د سستۍ له امله نه، بلکې د نظم د نشتوالي له امله ده چې باید د کامیابۍ لاسته راوړنه یې ساتلې او د ثبات او استقرار بهیر یې بنسټي کړی وای.
د هېواد جمهور رئیس وویل: د دښمن په اړه د واضح تعریف لرل د پېړیو په اوږدو کې زموږ د یووالي او زموږ د خلکو د بریالي جنګ لامل شوی دی.
جمهور رئیس څرګنده کړه: موږ نن له نېکه مرغه د دې خاورې د دښمنانو په اړه دغسې واضح تعریف لرو او له هغوی سره د مقابلې لپاره ملي اجماع موجوده ده.
هغه وویل، د دې خاورې لومړی دښمن تروریستي ډلې او د طالبانو په نوم دهشتګر ، داعش او ۲۰ نورې ډلې دي چې زموږ د خلکو د ژوند پرحریم برید په کولو سره غواړي د دې ملت هستي او ژوند ولوټي.
جمهور رئیس زیاته کړه:  هغه قاچاقبران چې د خپلو ناولو موخو په خاطر د هېواد امنیت او اقتصادي رونق زیانمنوي او هغه ملي پانګه چې د هېواد هر بچی په کې سهم لري غلا کوي او همدارنګه د نشه یي توکو مافیا او نورې مافیایي کړۍ چې د خپل کثیف جرمي اقتصاد د تداوم په خاطر ملي خیانت کوي، د دې خاورې دښمنان دي.
محمد اشرف غني وویل: تاسو وینئ یا اورئ چې د طالبانو مشران د عیش او نوش ژونداو هر یو یې څو ودونه کوي او اولادونه یې په ناز او نعمت کې  قرار لري، بانکي حسابونه یې په بهر کې پړسېږي، ولې ځینې نادان غولېدلې د اسلام مقدس دین له نوم څخه په ناوړه ګټه اخیستنې د ناامنۍ، جنګ او خپل وحشت وسیله ګرځوي.
هغه وویل: زه د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو د اعلی سرقوماندان په توګه هر سهار په دې فکر کوم کله چې زموږ سرتېري او افسران د ماموریت ډګر ته روانېږي له کافي امکاناتو او تجهیزاتو برخمن وي، د هغه کار لپاره چې په غاړه یې لري کافي روزل شوي وي، د هغوی په کار کې د مفسدو عناصرو د دخالت د مخنیوي لپاره لازم اقدامات شوي وي او د هغوی د حقونو د ساتنې لپاره د اختلاسګرو او ملي خاینانو پر وړاندې خپل ټول توان وکاروو.
جمهور رئیس زیاته کړه: علمای کرامو لکه څنګه چې د هېواد د تاریخ په اوږدو کې د خطرونو او تجاوزونو پر وړاندې د خلکو عمومي بسیج کې ونډه لرلې، اوس هم باید د دې ځواکونو په ښکاره ملاتړ کې ونډه واخلي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه: د مدني ټولنې بنسټونه او د هېواد رسنۍ باید د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ په خپلو کاري اصولو بدل کړي.
جمهور رئیس غني هغو ورځو ته په اشارې چې موږ ملي اردو نه لرله وویل: اوس هم د افغانستان دښمنان غواړي چې بې اردو، بې پولیسو، بې دولته او بې نظامه واوسو. د دښمن ارزو دا ده چې  د افغانستان لارې دې له ماینونو ډکې وي، د افغانستان په ښارونو کې دې انفجار او انتحار وي او د افغانستان کلیوال که د بېګا ډوډۍ هم نلري خو تروریستانو او قاتلانو ته باید ډوډۍ ورکړي او که هر چا د انصاف، انسانیت او اسلامیت خبره وکړه، هغه دې سمدستي ووژل شي.
هغه وویل:  دا د ګران افغانستان د دفاعي، امنیتي قوتونو د فداکاریو برکت دی چې د یوه ازاد ملت او هیواد په حیث د دنیا د نورو ازادو هیوادونو غوندې خپل ملي بیرغ او ملي حاکمیت لرو، ځوانان مو وطن ابادوي او جینکۍ او هلکان مو د روښانه سبا د لرلو په امید سبقونه وایی.
جمهور رئیس زیاته کړه:  زموږ د مسلح قوتونو همت او غیرت موږ ته ډاډ راکوي  چې نور به هیڅ وخت هغه تورې شپې رانه شي چې علم حاصلول پکې جرم و، د پردیو ملکونو د فراري قاتلانو ساتل پکې فخر و او له کوکنارو عشر اخیستل پکې روا و.
جمهور رئیس وویل: ایا طالبان دې ته تیار دي چې د افغانستان له علماوو سره کښېني او دلیل ووایي؟ ایا بغاوت په اسلام کې روا دی؟ ایا په هغه خاوره کې جنګ جایز دی چې په محکمو کې یې شریعت چلېږي او قانون یې د طالبانو د هر یار او بادار تر قانون اسلامي دی؟ که منظور اصلاحات وي نو دا خو موږ لا ډېر غواړو خو که منظور دا وي چې په دې خاوره  کې دې په هر حالت کې جنګ او تباهي ته پلمې ولټول شي، نو بیا دا ملت او د دې ملت مسلح قوتونه په دې ښه پوهېږي چې له دغسې شریرو کسانو سره څنګه چلند وکړي؟
جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: زموږ امید او هدف دا دی چې دفاعي، امنیتي قوتونه مو د جنګ په حالت کې نه وي. موږ له خپلې اسلامي عقیدې سره سم باور لرو چې په سوله کې خیر دی. موږ بار بار ویلي دي چې هدف مو واقعي سوله ده.
همدارنګه د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال قدم شاه شهیم په دې مراسمو کې د هېواد ټولو وسله والو ځواکونو ته چې د هېواد په هره برخه کې د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې مبارکي وویله:
وروسته د ستر درستیز د کادر او پرسونل رئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو ته د مډالونو د ورکړې او همدارنګه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د نغدي مرستو د ورکولو په اړه د جمهور رئیس غني حکم ولوست.
د مراسمو په پای کې جمهور رئیس غني په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو یې ملتیا کوله، یاد مډالونه او نښانونه ورکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته