سیاست

دبهرنيوچارو وزارت سرپرست دپاکستان له سفير سره وکتل .

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر :
دهېواد دبهرنيو چارو وزارت سرپرست  ادريس زمان  پرون په کابل کې  دپاکستان داسلامي جمهوريت له سفير زاهد نصر الله خان سره   وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت دعامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبرورکړ ، په دې کتنه کې دواړو لورو د مهمو دوه اړخيزو موضوعګانو او راتلونکو پېښو په باب  خبرې وکړې .
دواړو لورو دغه راز دبيجينګ دخبرو اترو او دسولې او پيوستون لپاره  دافغانستان اوپاکستان  دعمل پروګرام  دغونډې په باب چې ټاکل شوې ده  په راتلونکو اوونيو کې په کابل کې جوړه شي  ،  خبرې اترې وکړي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته