کابل باختر د سلواغې اوومه :
لس تنه په ننګرهار ولايت کې د نشه يي توکو د ليږدونې په جلاجلاپيښوکې ونيول شول.
دغه کسان په تيروڅليرويشتوساعتوکې کله يې چې غوښتل نشه يي توکي نامعلوم ځاى ته وليږدوي.
د ننګرهار ولايت د امنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياني باختر آژانس ته وويل چې دغه کسان د دوه سوه کيلوګرامو نشه يي توکو دليږدونې په جلا جلا پيښوکې ونيول شول.
ده وويل: نيول شويوکسانو دغه نشه يي توکي په ماهرانه ډول په خپلو موټرونوکې ځاى پرځاى کړي و ، له بله پلوه دننګرهار پوليس وايي چې نهه تنه يې دبېلابېلو جنايي پيښو په تور نيولي دي.
دغه کسان د وروستيو څليرويشتو ساعتو په بهيرکې د وژنې، د نشه يي توکو دقاچاقو، غلا، شوکمارى او د انسان تښتونې په تور د ننګرهار ولايت له بېلابېلو سيمو څخه نيول شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل