خبرونهامنیت

په پکتیکا کې د موټربم برید مخه ونیول شوه

کابل / د چنګاښ ۱۷مه / باختر

افغان سرحدي ځواکونو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په انګور اډې سیمه کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر کشف او شنډ کړ.

د پکتیکا د امنیې قومندانۍ ویاند شاه محمد آرین وايي چې په دغه موټر کې ۷۵ بورۍ چاودېدونکي توکي بار وو چې په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم افغان ځواکونو په خوست کې یو موټر بم هدف ته له رسېدو مخکې کشف او شنډ کړ.

پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته