نړۍ

دازبکستان دجمهوري رياست په انتخاباتو کې ټولپوښتنه پيل شوه .

تاشکن – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
دازبکستان دجمهوري رياست په انتخاباتو کې ټولپوښتنه نن سهار پيل شوه.
داسې بريښي چې دازبکستان دجمهوري رياست سرپرست شوکت ميرزايف ديوې ٥ کلنې دورې لپاره قدرت ته ورسيږي.
٥٩ کلن ميرزايف د ازبکستان دجمهوري رياست په انتخاباتو کې درې تنه سيالان لري.
دخلکو له ديموکراتيک ګوند څخه ميرمن جان کتمانوف ،له ديموکراتيک ګوند څخه سرور اته مردوف او له عدالت ګوند څخه نريمان عمروف چې ټول د روسيې حکومت ملاتړي دي .
د ازبکستان دانتخابآتو دکميسيون رييس ميرزا اولوغبيګ عبدالسلاموف پرون د رويترز خبري آژانس ته وويل : دا د دې مانا لري چې ازبکستان خپل نړيوال مکلفيتونه ترسره کوي ځکه موږ ژمنه کړې ده چې د ديموکراسۍ د نړيوالو اصولو او معيارونو پر بنسټ راڼه ،آزاد او عادلانه انتخابات ترسره کړو.
د اروپا دامنيت او همکارۍ د سازمان د ديموکراتيکو بنسټونو او دبشر دحقوقو دفتر ويلي دي چې له پخواني شوروي وروسته په ازبکستان کې هيڅ انتخابات ددغه بڼسټ دکتوونکو په نظر عادلانه او ديموکراتيک نه وو.
ميرزايف دازبکستان دپخواني جمهور رييس اسلام کريموف له وفادارو کسانو څخه دى چې د روان ميلادي کال دسپتمبر دمياشتې په دويمه نيټه دماغزو دفلج کيدو له امله د ٨٧ کلنۍ په عمر مړ شو.
کريموف د ١٩٩١ ميلادي کال دسپتمبر له مياشتې څخه ازبکستان رهبري کړى وو.
مقاماتو په ازبکستان کې دراى ورکولو په شرايطو برابرو کسانو شمير کابو يو مليون تنه بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته