امنیت

په هلمند کې د٩ تنو طالبانو وژل کيدل اودجنګي وسلو ددريو ډيپوګانو کشف

دلښکرګاه ښار/ باختردسلواغې دمياشتې ٢٠نيټه :                                                           
نهه تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې دپوځيانو په بريدونو کې ووژل شول.
دغه بريدونه تيره شپه دلښکرګاه ښارته څيرمه دوسله والو طالبانو په سنګرونه ترسره شول.
د هېواد په جنوب کې دملي اردويوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل؛   په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونو کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل ؛ په دغو بريدونو کې  دوسله والو طالبانو څو پټنځي هم له منځه وړل شوي دي
ويل کېږي په دغو جګړو کې پوځيانو اودسيمې اوسيدونکوته زيان نه دى اوښتى
ديوبل خبرله مخې ؛ پوځيان په هلمند ولايت  کې دوسله والو طالبانو د جنګي وسايلو ددريو ډيپوګانو په کشفولوبريالي شول.
دغه ډيپوګانې په نهرسراج او سنګين ولسواليو کې ساتل کيدې .
دهلمند يو امنيتي مقام وايي له دغو ډپيوګانو څخه يوشميرسپک او درانده جنګي وسايل  ترلاسه شوي دي .
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته