ټولنه

په دايکنډي ولايت کې دترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول او يو تن ټپي شو .

کابل باختر  دوږي  څوارلسمه :
ددايکنډي ولايت داشترلې ولسوالۍ په تګلوري  کې پرون له غرمې وروسته ديوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول او يوتن بل ټپي شو .
  دوالي وياند محمد انور قاسمي   دباختر اژانس  خبريال ته وويل:  پرون له غرمې وروسته يو تونس موټر لکه چې داشترلې  له ولسوالۍ  څخه دستنيدو  په وخت کې له سړک څخه ووت  چې له امله يې  دوه تنه ووژل شول او يوتن سخت ټپي شو
ويل کيږي  چې دټپي روغتيايي حالت خراب  بلل شوى  او سيمه ييزو خبرځايونو دسړک خرابوالى ددغې پيښې  علت بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته