ښوونه او روزنه

دکابل ولايت د داوطالبانو دکانکور دازموينې لومړى دوه واخستل شوه.

کابل – باختر دسلواغې لومړى :
دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت په مقصد دکانکور دازموينې لومړى دوره نن واخستل شوه .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې ازموينه دنجونو او هلکانو په ګډون دکابل ولايت ديوويشتو ليسو د دولسمو ټولګيو لسو زرو يوسلو ديارلسو تنو فارغانو ګډون کړي و.
د لوزده کړو وزير ډاکتر عبيدالله عبيد ددغې ازموينې دکتنې په بهير کې وويل دلوړو زده کړو په موسسو او پوهنتونونو کې دمنلو ظرفيت لوړ شوي دي او څلور څلويښتو زرو تنو ته رسيدلې دي چې دنيمه لوړو زده کړو په موسسو او په شپې پوهنځيو کې  د ديرشو زرو تنو منلو سره دغه شمير به تراتيازرو تنو پورې ورسيږي.
ډاکتر عبيدزياته کړه چې  دوزيرانو شورا دپريکړې له مخې د ټولو ولايتونو عمومى اول نمره  او دويم نمره ګان دکانکور دازموينې له ورکولو پرته دطب او انجينيرى په پوهنځيو اويا دهغو دخوښى په پوهنځيو کې او ولايتونو له دريم نمره څخه ترپنځم نمرې پورې دطب او انجينيرى له پوهنځيو پرته   دهغوى دخوښې پوهنځيوته پيژندل کيږي.
ده وويل ددغو زده کوونکو لست دپوهنې وزارت له خوا برابر او دلوړو زده کړو وزارت ته سپارل کيږي او دلوړو زده کړو وزارت دزياتو محصلانو منلو په خاطر ٢٨ پوهنځي او ١٢٨ ديپارتمنټونه نوي دهيواد دلوړو زده کړو دموسسو او پوهنتونونو په چوکاټ کې جوړ کړي دي.
ډاکتر عبيدټينګار وکړ چې ددغه وزارت دپروګرام له مخې دهغو کسانو له جملې څخه چې په کانکور کې ډيره لوړه نمر ترلاسه کړي يوشمير يې ګروپى او دولتي بورسونوته هم معرفي کيږي دغه راز ده ډاډ ورکړ چې دغه وزارت هلې ځلې کوي چې دکانکور دآزموينو او دهغه دنتيجې اخستنې په بهيرکې شفافيت او عدالت په جدي توګه تامين شي.
دکانکور ازموينې يو برخه وال احمد ذکى دبآختر آژانس خبريال ته وويل دده په نظر دازموينې پوښتنې دهغه لوست له مخې دي چې په مکتب کې يې لوستلې دي او ستونزه پکې نشته خو ددغې ازموينې يوبل برخه وال مصطفى احمدى دازموينې پوښتنې سختې او نوي تعليمى نصاب دلوست له مخې وبللى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته