کابل باختر د وږي لسمه :
څو شيبې مخکې په جوزجان ولايت کې د واده په مراسموکې چاودنه وشوه .
دغه چاودنه د شبرغان ښاروالۍ د واده په کلوپ کې په داسې حال کې وشوه چې د واده مراسم پکې روان وو .
د جوزجان ولايت يوه امنيتي مسوول دغه چاودنه تاييد کړه خو د جزيياتو په باره کې بې خبري وښودله.
د دغې پيښې يو شاهد وايي: د ماشومانو په ګډون يوشمېرکسان يې ليدلي دي چې په وينوککړ روغتون ته ليږدول کيدل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ