کابل باختر د وږي لسمه :
لس تنه وسله وال طالبان نن په سرپل ولايت کې د سولې له بهير سره يوځاى شول .
د سرپل ولايت د ملي امنيت رييس جنرال محمد عثمان د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان د عبدالمحمدپه مشرۍ د ملي امنيت د ځواکونو په هلوځلو سره د سرپل ولايت مرکز د قشقري او ريکتر په ساحوکې د سولې له بهير سره يوځاى شوي دي .
خبرحاى وويل: دغوکسانو شپږ کلاشينکوفونه، درې سل ډزې، يوه تومانچه او يوه مخابره هم دسرپل ولايت امنيې قوماندانۍ ته سپارلې ده.
ويل کيږي د سولې له بهير سره د دغو کسانو پيوستون د دغو سيمو د امنيت په تامينولوکې ګټور دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ