امنیت

د سرکاڼو ولسوالۍ د سيمه ئيزو پوليسو مرستيال د ماين د چاودنې له امله شهيد شو

کابل باختر د چنګاښ دولسمه :
په کونړ ولايت کې پرون د وسايطو ضد د ماين د چاودنې له امله د سيمه ئيزو پوليسو د مرستيال په ګډون دوه تنه  سيمه ئيز  پوليسان شهيدان شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيل دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې د سيمه ئيزو پوليسو مرستيال او نور ملګري يې سيند ته څيرمه ترپله لاندې رژه ماتې ته سترګې په لاره وو چې د وسايطو ضد ماين وچاوديد او دواړه شهيدان شول .
  د خبرحاى دڅرګندونو له مخې: دغه ماين د دولت د دښمنانو او مخالفينو له خوا د تروريستي عملونو د ترسره کولو په موخه په ساحه کې ښخ کړى شوى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته