امنیت

تبصره

-کابل باختر د غبرګولي  اووه ويشتمه :
د تورخم په ساحه کې د ډيورنډ د فرضي کرښې په اوږدوکې د پاکستاني پوځيانو وروستي تحرکات له نړيوالو موازينو او معيارونوڅخه يوه په ډاګه سرغړونه ده او ضروري ده چې نړيوال معتبر بنسټونه د عمل ډګر ته ور ودانګي او د حالاتو د لا زيات خرابوالي مخه ونيسي .
د باختر آژانس مبصر ليکي:
د تورخم په ساحه کې د ډيورنډ په فرضي کرښه کې د پاکستاني پوځيانو له تحرکاتو او خپل سريو وروسته کړکيچ پيدا شوى دى او دغه پوځيان په غير موجه پروګرامونو سره او د وسلې د کارولو له لارې نه يواځې د نښتې سبب شوي دي؛ بلکې د هغو کسانو د وينې د بهيدو مسووليت چې د ډيورنډ د کرښې په دواړو غاړوکې توييږي؛ هم د همدغو پوځيانو په غاړه دى .
ستونزه له هغه وروسته پيدا شوه چې پاکستاني مليشو له افغان لوري سره له همغږۍ او پرته له دې چې په تورخم کې سرحدي مسوولينو ته خبر ورکړى شي؛  د تاسيساتو په جوړولو لاس پورې کړ. هغه عمل چې د غبرګون سبب شو او د افغان  ځواکونو غبرګون داسې و چې زموږ خلکو يې هيله لرله .
د ډيورنډ د کرښې په دواړو غاړوکې د متقابلو ډزو په بهيرکې د سر زيان او مالي تاوان واوښت چې له شک پرته نه شو کولاى پايلو يې په افغانانو پورې اړوندې وبولو .
هغه څه چې په وروستيو ورځوکې په تورخم کې رامنځته شول؛ يو داسې سرغړونه ده چې د انديښنې وړ ده. هغه سرغړونه چې نوې نه ده بلکې افغانان د کلونو کلونو په بهيرکې په وارو وار په تورخم او په نورو ځايونوکې هغه هم د ډيورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني مليشو له خوا د سرغړونو شاهدان دي. که چيرې نن په تورخم کې ستونزه رامنځته شوې ده په تيرو وختونوکې دغه ستونزه د پکتيکا ولايت په انګورو اډه کې وه، هغه سرغړونه چې په وار وار په کونړ،  ننګرهار، پکتيا، زابل، هلمند او نورو ځايونوکې تکرار شوې ده .
  ستونزه يواځې د پاکستاني پوځيانو د تاسيساتو په جوړولوکې نه ده، ستونزه له هغې څخه وړاندې ده. پاکستاني پوځيان په ډار اچوونې سره د مبارزې د سرحداتو د مديريت او د غير قانوني تګ راتګ د مخنيوي په نامه د ډيورنډ د فرضي کرښې په اوږدوکې د خپلې واکمني په فکرکې دي. که چيرې د پاکستان خبره له ډار اچونې سره مبارزه او د سرحدونو مديريت دى؛ د طالبانو د تروريستي  ډلو، د حقاني شبکې، د داعش او القاعده په ګډون د نورو تروريستي سازمانونو ټول مشران په پاکستان کې ژوند کوي . 
که چيرې د دغو شبکو بنسټونه چې د پاکستان په سترو ښارونوکې دي؛ دړې وړې شي؛ نور به د ډار اچوونې پرخلاف د مبارزې او د غير قانوني تګ راتګ په وړاندې کومه ستونزه شتون ونه لري او له پاکستان څخه د پلمو د جوړولو زمينه اخستل کيږي .
اوسنۍ ستونزې هغه څه چې يادونه يې وشوه؛ يواحې د پوځي تاسيساتو جوړول نه دي، طالبان او نورې ډار اچوونکې ډلې د پاکستان په لاس کې آلې دي چې له هغو څخه د افغانانو پرخلاف په نيابتي جګړه کې کاراخستل کيږي. پاکستان له  زياتې زمانې راپديخوا د افغانستان په وړاندې پټه جګړه پيل کړې ده او د ډيورنډ د فرضي کرښې په اوږدوکې د پاکستاني پوځيانو وروستيو تحرکاتو چې تر يوې اندازې پورې پټه جګړه په پوځي لاسوهنې بدله کړې ده.
اوس د دې وخت را رسيدلى دى چې افغان دولتي چارواکي د هغې ژمنې په باب چې له خپلو خلکو سره يې کړې ده؛ خبرې وکړي او د پاکستانيانو دغه ناوړه  چلند د ملګروملتو د سازمان، د اسلامي هېوادونو د کنفرانس او د سيمې د هېوادونو د ټولنې په ګډون له معتبرو نړيوالو سازمانونوسره شريک کړي او په پراخو ديپلوماتيکي هلوځلو سره په افغانستان د تيري په نسبت د پاکستان د محکوميت او د دغه هېواد د تجريد په لاره کې هڅه او هاند وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته