کابل باختر د وږي دمياشتې ١٤ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرتيا
په هېوادکې د شهيد اوونۍ پيل شوې ده.
د شهيد اوونۍ د دې فرصت برابروي چې موږ د شهيد د مقام درناوى وکړو او د شهيدانو د کورنيـو او پاتې کسانو په وړاندې خپل مکلفيت او وجيبه ترسره او هر يو په يو ډول نه يو ډول د هغوى خدمت وکړو.
د صوتي، تصويري او چاپي رسنيو په ګډون له ټولو رسنيوڅخه هيله کيږي چې خپلې خپرونې د شهيد د اوونۍ له روحيې سره سم عيارې او د ډول ډول مطالبو په خپرولو سره د شهيد د مقام درناوى وکړي او د هغوى د پاتې کسانو پوښتنه وکړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ