سیاست

جمهور رئیس غني د علماوو د سرتاسري شورا له رئیس او غړو سره لیدنه او د اختر مبارکي وکړه

 کابل باختردچنګاښ دمياشتې  ٥ :                                    

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازیګر د هېواد د علماوو د سرتاسري شورا له رئیس او غړو سره لیدنه او د اختر مبارکي وکړه.
دجمهوري رياست دوياند مطبوعاتي دفتـــر باختر  آژانس ته خبر ورکړ:  په دې مناسبت په ارګ کې جوړو شویو مراسمو ته لومړی د علماوو د سرتاسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف خبرې وکړې، جمهور رئیس او افغانانو ته یې د اختر مبارکي وویله.
ده زیاته کړه، د افغانستان د خلکو دښمنانو سږنۍ روژه        د اوښکو په میاشت بدله کړه او عام وګړي یې په جومات، بازارونو او ځیني یې چې د تنخوا اخیستو لپاره بانک ته تللي وو، شهیدان کړل، تروریستان هیڅ ارزښت ته درناوی نه کوي. د علماوو د سرتاسري شورا رئیس په مدینه منوره کې پروسږنې او په مکه مکرمه کې سږنۍ تروریستي پيښې ته په اشارې ټينګار وکړ چې تروریزم پوله او سرحد نه پيژني.
مولوي قیام الدین کشاف زیاته کړه، د قران کریم مبارک آیتونه موږ د خدای (ج) او رسول (ص) اطاعت ته دعوتوي او پيغام یې دا دی چې اختلاف به نه کوئ او خپل استقامت به څرګندوی او باید صبر ولری، نو هیڅ طاقت به مو مغلوب نه کړي.
حجت الاسلام والمسلمین سید محمدحسین محقق زاده په خپلو خبرو کې جمهور رئیس غني او د افغانستان مسلمان ملت ته داختر مبارکي ورکړه، زیاته یې کړه: موږ د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو هراړخیز ملاتړ کوو او له مخالفانو غواړو چې د افغانستان د دولت د سولې برحق غږ ته لبیک ووايي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي او له دې زیات د عامو وګړو په وینو تویولو ټینګار ونه کړي.
هغه په مجازي فضا او د هېواد په رسنیو کې ددین خلاف ځینو خپرو شویو مقالو او لیکنو ته اشاره وکړه او له رسنیو یې وغوښتل چې په دغه برخه کې د خلکو اسلامي روحیه په پام کې ونیسي او خپلو رسنیو ته متوجه اوسي.
مولوي محقق زاده وویل، افغانستان په دیني او ټولنیز تعامل او یووالي کې یوه بېلګه ده او باید لاسونه سره ورکړو تر څو دغه یووالی او اتفاق لا غښتلی شي او د افغانستان د دښمنانو ناوړه پلانونه ناکام شي.
د هېواد جمهور رئیس په خپلو خبرو کې د هېواد ټولو دیني علماوو ته د کوچني اختر مبارکي ورکړه او هیله یې څرګنده کړه چې کوچنی اختر به په ټول هېواد کې د سراسري امنیت پيل وي.
هغه په مکه مکرمه کې وروستۍ تروریستي پيښې ته په اشارې زیاته کړه، تروریستانو په دغه ناوړه عمل وښوده چې هیڅ پوله نه پیژني اخلاقو، تهذیب، الهي لارښوونو، قرآن کریم، نبوي سیرت او د اسلامي علماوو افکارو ته ژمن نه دي. 
جمهور رئیس محمداشرف غني زیاته کړه، تروریزم او بي ثباتۍ سره مبارزه د وارداتي افکارو په چوکاټ کې نشي کېدای په دغه برخه کې باید بنیادي او اساسي کارونه ترسره شي.
هغه دیني عالمانو ته وړاندیز وکړ چې د فتنې او بلوا د عواملو د څیړنې په موخه دې یو ملي کنفرانس جوړ کړي.
همدارنګه دې د فتنې، بلوا او فساد په اړه د حنفي او جعفري فقې اساسات تحلیل شي.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، د ابو حنیفه او امام جعفر صادق افکار دې په دغه کنفرانس کې تحلیل شي چې اساسات یې سم درک شي ځکه د هغوی افکارو زموږ په ټولنه کې یووالی راوستی، خو زموږ اکثریت خلک په دغه اساسي بحثونو سم نه پوهیږي.
جمهور رئیس د علماوو او رسنیو ترمنځ د مناظرې په جوړولو ټینګار وکړ، زیاته یې کړه: په دې مناظره کې دې په نظام، ثبات او اساسي قانون مفصل بحثونه وشي، حکومت چمتو دی چې ددغسې مناظرې لپاره زمینه برابره کړي.
جمهور رئیس غني وویل، ملي بحثونه باید په منظمې او دوامدارې پروسې بدل شي.
هغه د علماوو له سرتاسري شورا څخه وغوښتل چې د جمعې د ورځو په خطبو دې زیات غور وشي، د فکري او عملي وحدت په اړه دې خلکو ته یو لړ مطالب په دوامداره توګه وړاندې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته