کابل باختر د وږې دمياشتې ١٠ :
د وسله والوطالبانو د ډلې له خوا د ننګرهار ولايت د نازيانو ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال پرون ونيول شو.
په عصمت الله مشهور مولوي رفيع الله د ملي امنيت د مامورينو له خوا د تورخم په ښارګوټي کې نيول شوى دى .
د ننګرهار ولايت د ملي امنيت يوه خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د ننګرهار ولايت د نازيانو ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال مولوي عصمت الله په تروريستي فعاليتونو بوخت و.
مولوي عصمت الله د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى دى او له زياتې مودې را په دې خوا دطالبانو د ډلې د جګپوړي غړي په توګه دننګرهار ولايت په ځينو سيموکې په تروريستي فعاليتونو بوخت و.
1 د یوې دقیقې څخه لږ