کابل باختر د زمري لسمه :
دبغلان ولايت دډنډ غوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې څلورو جوماتونو ته اور واچول شو .
دډنډ غوري يو تن اوسيدونکى چې دنامه له اخستلوڅخه يې ډډه وکړه دباختر اژانس خبريال ته وويل په ډنډ غوري کې دحاجي مرزا نظر ، حاجي مير غوث الدين جوماتونو دکنج په کلي کې دوو نورو جوماتونو ته دناپيژاندو کسانو له خوا اور واچول شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل ناپيژاندو کسانو غوښتل چې دوو نورو جوماتونو هم اور واچوي خو دخلکو په مداخلې سره په دې کار بريالي نه شول او له ساحې څخه وتښتيدل .
دبغلان ولايت د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالرشيد مظهري ددغې پيښې له امله دخپګان په څرګندولو سره عاملين يې داسلام دمبين دين او دقران عظيم الشان دښمنان وبلل .
ده وويل له شک پرته په دې اور اچونه کې په لسګونو ټوکه قران عظيم الشان هم سوځيدلي دي چې عاملين يې دسترې ګناه مرتکب شول .
0 1 دقیقه لوستل