کابل باختر دزمري دمياشتې ٢١ نيټه :
د داعش د ډلې د څلورو تنو ماين جوړونکو په ګډون لس تنه ډار اچوونکي په ننګرهار ولايت کې د يو لړ عملياتو په بهيرکې ونيول شول .
دغه کسان د تيرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې د اچين او نازيانو د ولسواليو په ځينو سيموکې ونيول شول .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: څلور تنه ماين جوړونکي ټيک هغه وخت په خپل پټنځي کې ونيول شول چې د ماينونو په جوړولو بوخت وو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې د دغو ماين جوړونکو له پټنځي څخه څو ماينونه او د ماين جوړولو توکي ترلاسه شوي دي.
ده دغه راز په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو په ډلوکې دغړيتوب په تور د شپږو تنو نورو د نيولو خبر ورکړ.
خوږياڼی وايي چې دغه کسان تر پوښتنې لاندې دي.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل