امنیت

په کابل کې دچاونې له امله دوه تنه ټپيان شول .

کابل _ باختر دوري ديارلسمه:
په هغې چاودنه کې چې نن دکورنيوچارو وزارت ته څيرمه  په  يوه کوڅه کې  وشوه دوه تنه ټپيان شوي دي .
دباختراژانس دخبر له مخې تراوسه پورې ددغې پيښې  دوه تنه ټپيان دجمهوريت روغتون ته ليږدول شوي دي
دعامې روغتيا وزارت دمرکز اوروغتونونو رييس ډاکتر سيدکبير اميري دباختراژانس خبريال ته وويل چې تراوسه پورې  ددغې پيښې دوه تنه ټپيان دجمهوريت روغتون ته ليږدول شوي دي .
دپوليسو خبرځايونو تراوسه پورې ددغې پيښې  په اړوند نظر نه دي څرګند کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته