-کابل باختر دمرغومي درې ويشتمه :
اته تنه داعشيان پرون دننګرهار ولايت دپچير او اګام ولسوالۍ کې دشاهين – ٢٠پرمختيايي عملياتو په دوام ووژل شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، دغه داعشيان د توپچي ګوزارونو او په عملياتو کې د شاملو منسوبينو دځمکنيو بريدونو په نتيجه کې ووژل شول . او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
1 د یوې دقیقې څخه لږ