ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت دکانکور د آزموينو دلوى رياست خبرتيا!

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٦
د لوړو زده کړو وزارت دکانکور د آزموينو دلوى رياست خبرتيا!
د  کابل   ښار د  پوهنې په  رياست پورې اړوند د خوشحال   خان  د لومړى لمبر، د نوى وزيرآباد، آمنه فدوي، بي بي سروري سنګري، پوهاند عبدالاحمد جاويد،
د   علي سينا، د  عامه  شمال د خصوصي، د   خوشحال خان د دويم  لمبر، د سيد الشهدا دنجونو ، غازي ميرزمان خان، غلامحمدغبار،قلعه بختيار، قلعه بهادر خان، د رحمن مينې دنجونو ،  دچهلستون دنجونو ، د وحدت دښارګوټي د نجونو،   د صوفي محمداسلام امين د نجونو، دسيدال ناصري دنجونو، د ده خدايداد د نجونو،  دبي بي مهرو د هلکانو ، د آريانا کابل دويم لمبر خصوصي، دشمس لندن اکاډمۍ  دريم لمبر، دويم لمبر او دلومړي لمبر خصوصي،  دکايناتو دڅلورم لمبر دخصوصي، دمولانا جلال الدين رومي دخصوصي، خواجه رواش، زرغونې، سپين کلي، ستارې، دشهيد سردارمحمد داود خان ، دشيرينو دنجونو ،فاضل بيګ، ګلخانې ، محمد علم فيض زاد ، مريمې ، دسرې مياشتې مشعل بيات، معرفت ، مومنه خاتون،  نازو انا، دافغان ترک دنجونو ، دريمني دنجونو ، ذليخا، دثبات افغان دخصوصي ،احمد شاه بابا، آريانا ،  د آزادۍ دنجونو ،د آزادۍ د هلکانو ،پنځه سوه فاميليو، تاجورسلطانې، چهار قلعه چهاردهي، داحمد شاه ابدالي لومړى لمبر خصوصي، د آريانا کابل دويم لمبر خصوصي او د آريانا باختر د خصوصي ليسو، دکابل مرکزي عالي دارالحفاظ ، دامام ابوحنيفه او د اسلام د دار العلوم د ليسو د ١٣٩٣ کال او دتيرو کلونو دعمومي او متفرقه د دولسمو ټولګيو دفارغانو دکانکور د آزموينې ټولو داوطالبانو ته خبرورکول کيږي چې دکانکور په آزموينه کې د شموليت کارتونه د روان کال دسلواغې دمياشتې له ٢٧ نيټې څخه د دوى په اړوندو ليسو او مدرسو کې ويشل کيږي.
ددغو ليسو او ديني مدرسوفارغانو دکانکور آزموينه د روان کال دسلواغې دمياشتې په ٣٠ نيټه دچهار شنبې په ورځ د سهار په اتو بجو او ديرشو دقيقو په کابل پوهنتون، دکابل په طبي پوهنتون، دکابل په پوليتخنيک په پوهنتون او دشهيد استاد رباني د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې اخيستل کيږي.
د آزموينې ځاى او خونه په کارت کې ليکل شوي دي او داوطلبان دې په ټاکلى وخت  او ورځ اړونده پوهنتونو ته  ورشي.
دغه   راز دکانکور د آزموينې له   ټولو شاملانوڅخه  غوښتنه کيږي چې په  تودو جامو
سمبال وي  او د آزموينې په ورځ  دې د  آزموينې صحنې  ته د موبايل، مخابرې ، وسلې
او د هر راز الکترونيکي وسايلو له راوړلو څخه  ډ ډه وکړي.
له  داوطلبانو سره ددغو وسايلو دليدلو په  صورت کې هغوى د آزموينې له صحنې څخه ايستل کيږي او امنيتي مسوولينو ته  معرفي کيږي.
سربيره پردې له ټولو داوطلبانو څخه غوښتنه کيږي چې د آزموينې په ورځ د تابعيت تذکره، خو دکار قلم اويا تور توش له ځان سره  ولري.
دنورو  ليسو دفارغانو آزموينه به وروسته اعلام او  واخستل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته