امنیت

يوطالب دبادغيس له جيل څخه وتښتيد

کابل باختر د مرغومي  څوارلسمه :
يوبندي طالب پرون د يو افغان افسر په مرسته دبادغيس له جيل  څخه تښتيدلى  دى.
ددغې پيښې په اړوند د جيل پنځه تنه منسوبين دپوليسو له خوا نيول شوي دي.
دبادغيس د والي ويندوى شرف الدين مجيدي باخترآژانس ته وويل: دغه بندي د بادغيس ولايت د جيل د ټولى قوماندان په همکارۍ له يو رنجر موټر، له څو ميله کلاشينکوفونو او دوو مخابرو سره تښتول شوى دى.
مجيدي وويل: دغه پيښه هغه وخت وشوه چې دغه بندي درملنې لپاره ددغه ولايت مرکزي روغتون ته ليږدول شوى و او له هماغه ځايه وتښتيد.
ديادونې وړ ده؛ نورمحمد هغه سړى چې ددغه ولايت له جيل څخه تښتيدلى دى؛ څه موده مخکې د امنيتي ځواکونو له خوا له طالبانو سره دهمکارۍ په تور نيول شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته